English   دری
د ښونځیو د چارو او پروګرامونو لوی ریاست
دښوونې او روزنې په تړاو دافغانستان دمعارف وزارت لید لوری د هیواد هر وګړي ته عادلانه او د څرنګوالي له پلوه غوره ښوونه او روزنه وړاندې کول دي ترڅو د یو باثباته ، په خپلو پښو ولاړ، د امنیت له پلوه ډاډمن او د یو پرمختللي افغانستان په ودانولو کې فعاله و نډه واخلي.

په همدې اړوند د ښوونې او روزنې وزارت په بیلابیلو پړاونو کې ډيرې ستونزې زغملې دي تر څو د خپل هیواد بچیانو لپاره د تعلیم او تربیې زمینه برابره کړي او په خوښۍ سره باید ووایو چې په افغانستان کې د ورستي نسبي ټیکاو په خوندي کیدو سره د ښوونې او روزنې په مینه والو کې د پام وړ پرمختګ رامنځ ته شوی او همدا راز د زده کوونکو او زده کړیالانو د درسي چارو د لاښه سمبالښت په موخه د ښوونې او روزنې وزارت تر چتر لاندې پنځه ګوني معینیتونه رامنځ ته شوي او هر معینیت لکه څرنګه یې چې له نومه څرګندیږي په خپله برخه کې چارې تر سره کوي چې له همدې جملې څخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو معینیت له کلیدي معینیت څخه ده چې تر څوارلسم ټولګي پورې زده کوونکي روزي.

د ښوونځیو د چارو ریاست چې له نوم نه یې جوتیږي تر ټولو بنسټیز او اساسي ریاست دی، دغه ریاست چې له جوړیدو نه یې کابودرې کاله تیریږي، د چارو د حجم په موخه او د خدماتو د وړاندې کولو له امله په درې امریتونو ویشل شوی چې د څارنې امریت ، د ښوونځیو د چارو امریت او د لیلیو آمریت څخه عبارت دی.

دڅارنې آمریت:
دغه امریت په خپل ځان کې څلور عمومي مدیریتونه لري چې د کرنې، تخنیک، حرفوی او صنایعو له مدیریتونو څخه عبارت دي ، یاد مدیریتونه د خپل کاري طرز العمل سره سم خپلې چارې تر سره کوي او هغه دندې چې دا آمریت یې تر سره کوي په لاندې ډول دي.

۱- اداري برخه:
۱- د عمومي حاضري کتاب کتل او تدقیق کول ( د نومونو سمونه، د امضاګانو کتل د سوب او ناسوب کسانو ورځې کتل ).
۲ - د څلويښتمې پاڼې کتل ( د ستونونو ډکول، مسلکي معاش اندازه کول، کادري او د امتیازه پرته ستونونو ملاحظه کول).
۳- د صادرې او واردې کتاب.
۴ - د املاکو کتاب.
۵- ذ خیره کولو د ثبت کارتونه او د توکو ملکیت او په جمعه حواله کول( تحویل خانه او حفظ او مراقبت)

۲- تدریسي برخه:
۱ - د زده کوونکو د حاضرۍ میاشتنی راپور، ترقي تعلیم او د پایلو جدول.
۲ - د اساس کتاب، تعلیمي سوابق او د سوانح کارت.
۳ - د کتابونو دویش کتاب او د پیژندګلوۍ کارت.
۴ - د د ښوونکو د مجلس کتاب، داطلاع کتاب ، د ښوونکو د غیابت کمیټې او وقایع او انداراج.
۵ – د آزموینو لارښوود، شامل او خارجول، څانګې، کتابتون او له څرنګوالي څخه یې اړوند منسوبین خبرول.
۲- تدریسي برخه:
د تخنیکي او مسلکي زده کړو معینیت ، دهبوری، د سرای غزنی سرک، کابل ، افغانستان - د خپرونی حقوق خوندی دی